فعالان: د سرو زرو سینګارتوکو اخیستو وس نه لرلو له وجې د نجونو ودونه ځنډېږي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پښتنو کې پلارګنۍ اکثر خپلې ودېدونکې لور ته د سرو زرو سینګارتوکي یا کالي جوړوي خو ډېری کورنۍ وايي چې د ګرانۍ له وجې دا کار ګران شوی دی. د بشري حقونو مبارزان وايي چې د دې دود له وجې د ځینو نجونو رشتې اغېزمنېږي او ودونه یې ځنډېږي. په نا ویلې خپرونه کې مو دا ځل پر همدې موضوع بحث کړی دی. په خپرونه کې د بشري او ښځو د حقونو مبارزانې نیلم رحیم او تاجمینه، خبریال جمیل مومند او د چارسدې اوسېدونکې مریم بي بي مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.