اټک کې د سکول پر ګاډي بريد کې ۲ ماشومان وژل شوي، ۵ ژوبل دي

د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې د سکول پر يو ګاډي د وسلوالو د بريد نخښې ښکاري ـ پخوانی انځور

د پنجاب په اټک ضلع کې د سکول د ماشومانو وړلو پر ګاډي برید کې دوه زده کوونکې وژل شوي دي.

د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکو په یو بیان کې ویلي چې پېښه د اګست پر ۲۲مه د اټک په دیر کوټ سیمه کې شوې ده چې پکې ډرېور او پينځه زده کوونکي ژوبل شوي هم دي.

د اټک انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) راو عاطف رضا د اګست پر ۲۲مه پاکستانيو رسنيو ته ویلي چې د ګاډي ډرېور "شخصي دښمني" درلوده چې د هغې له امله تېره مياشت هم دوه کسان وژل شوي ول.

نوموړي زیاته کړه چې دا پېښه په دښمنۍ کې د "بدل اخیستو" له امله شوې ده. بل خوا د ډرېور يا د هغو خلکو له اړخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی راغلی چې له چا سره يې دښمني یادېږي.

د پنجاب اعلا وزيرې مریم نواز او ولسمشر اصف علي زرداري دا پېښه غندلې ده. مریم نواز په دې اړه له اړونده ادارو راپور غوښتی دی.