په سربیا کې کښتۍ ډوبېدو له وجې ۱۰ کسان وژل شوي دي

د سربیا پولیس درینا په سیند کې ډوبه شوې کښتۍ لټوي ـ د اګست ۲۲مې انځور.

چارواکي وايي چې له سربیا څخه بوسنیا هرڅوګووینا ته تلونکې د کډوالو یوې کښتې ډوبېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د سربیا د کورنیو چارو وزیر، اېویڅا داچېچ، وویل چې دغه کښتۍ د اګست پر ۲۲مه شپې مهال په درینا سیند کې اوښتې وه. مرستندویه کارکوونکو د درو ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه، چې د سیند تر غاړې رسېدلي ول، ژغورلي دي.

له سینده د یو نهه میاشتیني ماشوم او د هغه د مور په ګډون د ۱۰ کسانو مړي هم ایستل شوي دي. اخوا، د بوسنیا د سرپسکا جمهوریت د ملکي ساتنې خدماتو مشر بورېس ترنېنېچ تایید کړې چې دغه کښتۍ په ناقانونه توګه له سربیا څخه بوسنیا ته داخلېده او د تېګارا له وړوکي ښار سره نېږدې د پېښې ښکار شوه. ده هم وویل چې په اوبو کې د ډوبو شویو کسانو د لټون هڅې روانې دي.

د غیرقانوني کډوالۍ مسله په اروپا کې د تېرو څو کلونو راهیسې یوه لویه ننګونه ده. کډوال، چې زیاتره یې د جګړو، غربت، او سیاسي بې ثباتۍ له امله خپلو هېوادونو پریښودلو ته اړ شوي، هڅه کوي چې د ښه ژوند په تمه اروپا ته ځان ورسوي. په دې لاره کې ډېری وخت دوی د قاچاقبرو په وسیله په ناامنو او له خلکو ډکو کښتیو کې سمندرونه او سیندونه اوړي، چې کله ناکله د داسې خونړیو پېښو لامل ګرځي.

درینا سیند، چې د سربیا او بوسنیا هرڅوګووینا ترمینځ پروت دی چې په وروستیو کې د کډوالو د ناقانونه تګ راتګ مهمه لاره ګرځېدلې ده. د کډوالو لپاره د دې لارې انتخاب د دې له وجې دی چې په نورو لارو کې د امنیتي ځواکونو د شتون او کنټرول له امله دوی مجبور دي چې د خطرناکو لارو لکه درینا سیند له لارې بوسنیا ته ځان ورسوي.

تېر ۲۰۲۳ز کال د اګست په میاشت کې برېتانیې ته پر لاره د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې پکې شپږ افغانان وژل شوي ول.

د اګست پر پینځمه د اېټالیا په سمندر کې له تيونسه اروپا ته د تلونکو کډوالو دوه کښتۍ چپه شوې چې پکې ۹۰ کسان سپاره ول.

داراز، د ۲۰۲۳ ز کال د جون پر ۱۴مه په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې خواوشا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغوی کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې ول.