د تر په دښته کې د ښوونځي وداني د یخ نخلستان په څېر ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په هندوستان کې د تر په نوم یوه سیمه ده چې په دښته کې یې په اوړي کې د تودوخې درجه له ۵۰ درجې سینټي ګرېډه هم اوړي خو هلته یوې ادارې د ښوونځي داسې ودانۍ جوړه کړې ده چې د یخ نخلستان په څېر کار کوي. د راجکماري رتناوتي د نجونو ښوونځی د هند په لویدیځ ایالت راجستان کې له جیسلمیر سره په نېږدې سیمه کې د ۱۲مې پېړۍ د کلا په څېر له ژیړو شګو او ډبرو څخه جوړ شوی دی. هم د ډبرو د رنګ له امله دې ښار ته د طلايي یا د سرو زرو جوړ ښار ویل کېږي. ویډیويي رپورټ.