په پنجاب او بلوچستان کې دوو ټرافیکي پېښو لږترلږه ۳۰ تنه وژلي دي

د پنجاب په کهوټه کې خلک د اګست پر ۲۵مه شوې ټرافیکي پېښې مړي لېږدوي.

په پنجاب او بلوچستان کې د اګست پر ۲۵مه په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات تپي شوي‌ دي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس وايي د اګست پر ۲۵مه له کهوټه څخه د مسافرو یو بس راولپنډۍ ته روان وو چې د راولاکوټ پر ازاد پټان سړک د چلوونکي له واکه وتلی او اوښتی دی.

یاد اژانس دا نه دي لیکلي چې بس ولې د چلوونکي له واکه وتلی خو په دې پېښه کې یې د ۲۰ تنه وژل کېدو پخلی کړی دی.

خو پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کسانو د یادې پېښې له تصویرونو او ویډیګانو سره په خپرو کړو معلوماتو کې د وژل شویو شمېر ۲۹ یاد کړی دی.

بل پلو د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه لسبېله کې د اګست پر ۲۵مه د یو مسافر وړونکي بس اوښتو له کبله لږ تر لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپي شوي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې له ګوادر څخه کراچۍ ته روان مسافر وړونکی بس په لسبېله سیمه کې یوې کندې ته لویدلی دی.

د لسبېلې مرستیالې کمشنرې همېرې بلوڅې له خوا رسنیو ته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا بس له ایرانه راروان وو او د ګوادر له لارې کراچۍ او بیا پنجاب ته تلی.

د دې په وینا، په بس کې زیاتره هغه کسان سپاره وو چې په دې ورستویو کي د زیارت کولو لپاره ایران ته تللي وو. د لسبېلې چارواکي وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپي شوي زیاتره کسان د پنجاب د ملتان، لاهور او ګوجراوالې دي.

که څه هم چارواکو د پېښې علت نه دی په ډاګه کړی خو په لسبېله کې د یو خیریه ادارې مشر ډاکټر حکیم مشال راډیو ته وویل، "داسې ښکاري چې دا بس د تېز رفتارۍ له کبله لومړی اوښتی او بیا کندې ته لوېدلی دی."

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټی په یو بیان کې ویلي چې د مکران پر کوسټل های وې رامنځ ته شوې دې پېښې د ټپیانو به په پوره توګه درملنه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ایران کې د بس اوښتو پېښې ۲۸ تنه پاکستاني شیعه زایرین وژلي دي

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم ایران ته د تلونکو او راتلونکو شعیه زایرینو بسونه د ټرافیکي پېښو ښکار شوي دي چې په نتیجه کې یې په سلګونه کسانو ته مرګ ژوبلې رسېدلې دي.

د اګست پر ۲۰مه ناوخته د ایران په یزد ښارکې هم په یو ټرافیکي پېښه کې د پاکستان ۲۸ هغه زیارت کوونکي وژل شوي وو چې عراق ته روان وو.

د ایرانيو چارواکو په خبره چی یاده پېښه هم د تیزرفتاري له امله رامنځ ته شوې وه. هر کال په مېلیونونه شیعه ګان د زیارت او دیني مراسمو لپاره له پاکستان څخه ایران او بیا عراق ته ځي.

د دې زایرونو بسونه نه یوازې پر لارو د ټرافیکي پېښو ښکار ګرځي بلکې وخت ناوخته ورباندې وسله وال په ځانګړې توګه پاکستاني بلوچستان کې بریدونه هم کوي. په دې بریدونو کې د یو شمېر هغو زمه وارۍ داعش وسله والې ډلې منلې هم دي.