د سیند او پنجاب حکومتونه د کچې په سیمه کې پر ګډو عملیاتو سلا شوي دي

پولیسو د کچې په سیمه کې مخکې هم وخت په وخت عملیات کړي دي ـ پخوانی انځور.

د سیند او پنجاب حکومتونو پرېکړه کړې چې په کچه سيمه کې به د وسلوالو پر ضد شريک عمليات کوي.

د سند پولیسو د اګست پر ۲۴مه په يو بیان کې وويل چې هيله لري دغه عمليات په بشپړ ډول بریالي شي.

بلخوا د پنجاب حکومت د کچې سیمې د ۲۰ مطلوبو کسانو تصویرونه خپاره کړي او د هغوی د نيولو لپاره یې ۲۰ کروړه روپۍ انعام اعلان کړی دی. د پنجاب پولیسو د اګست پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کسان هغه غله دي چې درې ورځې مخکې یې په رحيم يار خان کې ۱۲ پولیس والا ووژل.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا جایزه مخکې د کس پر سر يو لاک روپۍ وه خو اوس یې يو کروړو ته ځکه لوړې کړې چې هغوی "ډېر خطرناکه شوکمار" دي.

کچه د سیند او پنجاب صوبې پر پوله سلګونه مربع کېلومیټره رقبه لرونکې سیمه ده او له خیبر پښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري د بهېدونکي اباسین دواړو غاړو ته پرته ده.

د "کچې غله" اصطلاح د هغو ډاکوانو او وسلوالو لپاره کارېږي چې د سیند او پنجاب په سرحدي سیمه کې فعالیت کوي.

هغه غله او ډاکوان له بېلا بېلو ځایونو څخه خلک تښتوي، خپلې سیمې ته یې انتقالوي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.