بنګلادېش په لومړي ځل په ټیسټ کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د بنګلادېش پیلیز بېټران د اګست پر ۲۵مه پاکستان ته له ماتې ورکولو وروسته له لوبغالي بهر روان دي.

د بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د اګست پر ۲۵مه په لومړي ځل په ټیسټ کرکټ کې پاکستان ته په ۱۰ وکټونو ماته ورکړه.

د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ د ټیسټ کرکټ دا لوبه د اګست پر ۲۱مه د پنجاب په راولپنډۍ کې پیل شوې وه او د اګست پر ۲۵مه په وروستۍ ورځ د بنګلادېش په بریا پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې بنګلادېش پچه ګټلې وه او لومړی یې پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړې وه. پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږ وکټونو په زیان ۴۴۸ منډې کړې وې او بیا یې په خپله خوښه بنګلادېش ته بېټنګ ورکړی وو.

د پاکستان له خوا محمد رضوان ۱۷۱ او سعود شکیل ۱۴۱ مندې کړې وې.

د پاکستان محمد رضوان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۱ او په دویمه کې ۵۱ منډې وکړې.

په ځواب کې د بنګلادېش لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه او د ۵۶۵ منډو له جوړولو وروسته یې ټول لوبغاړي اوټ شول.

د بنګلادېش په ۵۶۵ منډو کې مشفیق الرحیم ۱۹۱، مهدي حسن معراج ۷۷، لیټن داس ۵۶ او مومن الحق ۵۰ منډې کړې وې.

د پاکستان له خوا نسیم شاه درې لوبغاړي‌ اوټ کړي وو او ورسره شاهین اپرېدي، خرم شهزاد او محمد علي دوه ، دوه وکټونه اخیستي وو.

د پاکستان لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې ۱۴۶ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول. په دوی کې محمد رضوان تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې وکړې او ورسره عبدالله شفیق د ۳۷ منډو په جوړولو وتوانېدی.

د لنګلادېش مشفیق الرحیم په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۱ منډې وکړې خو په دویمه پاڼۍ کې یې بېټنګ ونکړ

د بنګلادېش په دویم ځل بالنګ کې مهدي حسن معراج څلور او شکېب الحسن درې پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل.

د بنګلادېش لوبډلې د دې ټیسټ لوبې ګټلې لپاره ورکړل شوی د ۳۰ منډو هدف په اووم اوور کې بې له څه زیانه پوره کړ او دا لوبه یې وګټله.

د یادونې وړ ده چې د بنګلادېش لپاره دا بریا له دې کبله تاریخي بلل کېږي چې تر دې وړاندې یې کله هم په ټیسټ کرکټ کې پاکستان ته ماته نه وه ورکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ په مجموعي‌ توګه د کرکټ ۱۳ تیسټ لوبې شوې وې چې ۱۲ پکې پاکستان ګټلې وې او یوه بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.

د دې لوبډلو ترمنځ به د روان سېریز دویه لوبه د اګست له ۳۰مې د سېپټمبر تر دریمه د راولپنډۍ په هم دې میدان کې ترسره کېږي.