په روسیه کې د ځانګړي نسل اسونو مېله شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په روسیه کې اوس کروندګر مشینونه کاروي، خو په تېرو وختونو کې به یې د ولادیمیر په نوم د ځانګړي نسل اسونه ساتل او د کرنې چارې به یې ورباندې ترسره کولې. هغه اسونه به د سپرلۍ او مال لېږدولو لپاره هم کارېدل. د روسیې په جنوبي ایوانوف سیمه کې ځینې خلک اوس هم هغه اسونه ساتي او وايي چې ولادیمیر اسونه ډېر ځواکمن دي او ورباندې نابلده کسان، ان ماشومان هم، سپرلي کولای شي. په ایوانوف کې هر کال په اوړي کې د ولادیمیر اسونو مېله هم کېږي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.