شنونکي ولې د داعش خراسان ډلې په اړه اندېښنې لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر له ایبې دروازې سره نېږدې تر خونړي ځانمرګي برید درې کاله وروسته لا هم په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنې شته. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه په هغه برید کې شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي ول. د ځانمرګې حملې ذمه واري د داعش خراسان څانګې منلې وه. هغې ډلې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د لسګونه حملو مسوولیت منلی دی. طالبان وايي چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده او په هغه هېواد کې حضور نه لري. د کابل هوايي ډګر د حملې درې کلونو پوره کېدو او د داعش د ګواښ په اړه نور معلومات په ځانګړي رپورټ کې.