د جرمني‌ پولیس وايي هغه کس ورته تسلیم شوی چې درې کسان یې وژلي وو

د جرمني د دوسلدورف پوليسو په يوه بيان کې ويلي، حمله کوونکی يې ګرفتاره کړی

د جرمني پوليسو د اګست پر ۲۵مه ویلي چې يو ۲۶ کلن شامی کس په دې ويلو سره چې د سولنګن ښار خونړی بريد ده کړی وو، دوی ته تسليم شوی دی.

د چاقو په هغه حمله کې چې د ياد ښار د ۶۵۰مې کليزې د جشن په غونډه کې شوې وه، درې کسان وژل شوي او اته زخميان شوي ول.

د جرمني د دوسلدورف پوليسو په يوه بيان کې ويلي، حمله کوونکی يې ګرفتاره کړی او د هغه د جرم په اړه يې دقيق تحقيقات پيل کړي دي.

اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش، پرته له دې چې څه ثبوت وړاندې کړي، د اګست پر ۲۴مه د حملې ذمه واري منلې وه.