روزا اتونبايووا: د طالبانو نوی قانون د افغانستان د راتلونکي لپاره يو ځوروونکی ليدلوری دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر يا يوناما مشره روزا اتونبايووا. (انځور: ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر يا يوناما ويلي، د طالبانو د حکومت نوی قانون د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د نه زغملو وړ محدوديتونه لا پراخوي.

يوناما د اګست پر ۲۵مه په خپور کړي يو بيان کې د دې دفتر د مشرې روزا اتونبايووا په حواله ويلي، دا قانون چې ان له مخې يې له کوره بهر د يوې ښځې غږ اخلاقي سرغړونه بلل کېږي، د افغانستان د راتلونکي لپاره يو ځوروونکی ليدلوری دی.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف په نوم نوی قانون، چې د دوی په خبره مشر يې، ملا هيبت الله اخوندزاده منظور کړی او په ۱۳مه ماده کې يې د ښځو پر غږ او مخ لوڅولو بنديز لګول شوی دی، د اګست پر ۲۱مه اعلان کړ.

د امريکا په کانګرس کې د بهرنيو اړيکو کمېټې هم د اګست پر ۲۴مه د افغان طالبانو له نوي قانون سره سخت مخالفت وښود.

خو د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغاستان ملي راډيو ټېلېويژن پر همدې نېټه پر خپله اېکس پاڼه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سرپرست خالد حنفي په حواله وليکل چې د وزارت قانون له شرعي احکاماتو سره په سمون کې دی او په بشپړه توګه به عملي شي.