د پاکستان سوداګرو د نویو مالیو او بجلۍ ګرانېدو خلاف کاربندیز اعلان کړی دی

د پاکستان حکومت په وروستیو کې په دوکاندرانو نوي ټیکسونه لګولي دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د سوداګرو مرکزي تنظیم د نویو مالیو (ټېکسونو) او د بجلۍ د لوړو بیو پر ضد د اګست پر ۲۸مه په ټول ملک کې کاربندیز اعلان کړی دی.

د خیبر پښتونخوا لپاره د دې تنظیم مشر، ملک مهر الهي د اګست پر۲۵مه مشال راډیو ته وویل، کاربندیز یې د مالیې د مرکزي ادارې (اېف بي ار) د هغې پرېکړې پر ضد دی چې وايي، هر دوکاندار به د خپل دوکان پر سر حکومت ته هره میاشت له ۳۰،۰۰۰ څخه تر ۶۵،۰۰۰ روپیو پورې مالیه ورکوي. الهي زیاته کړه چې د احتجاج سربېره ورسره بله لار نشته.

د سرحد چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز په نوم د خیبر پښتونخوا د سوداګرو او صنعتکارانو اتحادیې د سوداګرو د مرکزي تنظیم د کاربندیز ملاتړ اعلان کړی دی. د اتحادیې مشر، فواد اسحاق، د اګست پر ۲۵مه، مشال راډیو ته وویل چې په داسې حال کې چې په ملک کې کاروبارونه خراب او ګراني زیاته شوې، پر دوکاندارانو نوي ټېکسونه لګول د حکومت یوه غیر منطقي اقدام دی او دوی یې مخالفت کوي.

مرکزي حکومت د سوداګرو د کاربندیز د اعلان په ځواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په پېښور کې د "اېف بي ار" یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د سوداګرو د شکایتونو د ازالې لپاره د هغوی له استازو سره د حکومت خبرې روانې دي.

په پاکستان کې حکومت په وروستیو کې نوي ټېکسونه او د بجلۍ په بیلونو کې اضافي مالیې لګولي دي. د دې ټېکسونو او مالیو لګولو اقدام په ځانګړې توګه د نړیوالې پیسو صندوق (ای اېم اېف) له غوښتنو سره سم شوی، تر څو د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه کړي او د پورونو د ترلاسه کولو شرطونه پوره کړي.

دې ته په کتو حکومت د دې کال په وروستیو کې په سوداګرو او دوکاندارانو باندې اضافي مالیې (سټېل ټېکس) لګولي دي، چې له مخې یې هر دوکاندار باید د خپل کاروبار په سر هره میاشت مالیه ورکړي. دا مالیې د سوداگرۍ په مختلفو برخو کې لګول شوې دي او موخه یې د ټېکسونو له لارې د عوایدو زیاتول دي. دا راز حکومت د بجلۍ په بیلونو کې هم اضافي ټېکسونه لګولي دي چې ورسره د بجلۍ بیلونه د پام وړ زیات شوي دي. سوداګر او عام خلک وایي، د دې اضافي مالیو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د بیلونو اندازه د تېرو میاشتو په پرتله ډېره لوړه شوې ده.