اسرایيلو په لبنان کې پر حزب الله تازه بریدونه کړي

د اسراییل د پولې سره نېږدې د لبنان د یو کلي له کورونو لوګي پورته کېږي ـ د اګست ۲۵مې انځور.

راپورونه وايي چې اسراييلو په لبنان کې دننه د امریکا لخوا ترهګره ګرځول شوې وسلوالې ډلې حزب الله باندې تازه بریدونه کړي دي.

د اسراييلو سرکاري رسنۍ د اګست پر ۲۶مه نېټه ويلی چې دغه هېواد د لبنان سرحدي کلی طیر حارفه او له صيدا سره نېږدې بله سیمه په نښه کړې چې پکې د مرګژوبلې په اړه په سمدستي توګه هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی.

دا تر هغې يوه ورځ وروسته ده چې کله حزب الله د اګست پر ۲۵مه سهار وختي د اسراييلو پر مرکزي او شمالي برخو يوشمېر توغندي وتوغول او د ډرون بريدونه يې وکړل.

اسراییلو تر دې وړاندې د اګست پر ۱۷مه هم د لبنان په جنو ب کې په النبطيه نومې ښار کې د اوسېدو پر يوه ودانۍ بريد کې لږ تر لږه نهه کسان وژلي او پينځه نوریې ټپي کړي ول.

له هغه راهیسې په ورانه جګړه کې په لسګونه زره کسان وژل شوي او په محاصره شوې ټوله سيمه کې يې په پراخه کچ بشري ناورین رامینځ ته کړی دی.

لبنان د اسراییلو په شمال کې پروت دی او شیعه ډله حزب الله هلته فعاله ده. حزب الله په ۱۹۸۰ لسیزه کې د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړه شوه او په سیاسي، نظامي، او ټولنیزو برخو کې فعاله ده. هغه ډله په لبنان کې د یو سیاسي ګوند په توګه هم کار کوي او په پارلېمان کې استازي هم لري.