د پاکستان د سوداګرو تنظميونو نن په ټول هېواد کې کاربنديز کړی دی

په سوات کې هم سوداګرو دوکانونه او مارکېټونه د احتجاج په توګه تړلي دي.

په پاکستان کې د سوداګرو تنظېمونو د نویو مالیو (ټېکسونو) او د بجلۍ د زياتو نرخونو پر ضد نن (اګست ۲۸مه) په ټول هېواد کې کاربندیز کړی دی.

پر دې مهال په زياترو لويو او وړو ښارونو کې دوکانونه او مارکېټونه د احتجاج په توګه تړل شوي دي.

په پېښور کې د خيبر پښتونخوا د سوداګرو اتحاديې مشر مجيب الرحمان د اګست پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل، چې کاربندیز یې د ماليې راغونډولو مرکزي ادارې (اېف بي ار) د هغه "تاجر دوست سکيم" په نوم د نوي ټېکس پرضد کړی دی، چې هره مياشت پر دوکاندارانو او سوداګرو باندې تر ۶۰ زره روپۍ پورې د اضافي ټېکس په صورت کې لګول شوی دی.

"دا درېيمه مياشت ده چې په مذاکراتو باندې ستړي شو. حکومت وعده يوه کوي او بيا دوکه وکړي او شکل يې بدل کړي. اوس زموږ غوښتنه دا ده چې تر څو پورې حکومت دا تاجر دوست سکيم واپس نه وي اخيستی، موږ په هېڅ صورت مذاکراتو ته نه يو تيار."

د اېف بي ار مرکزي مشر راشد محمود د اګست پر ۲۸مه په کراچۍ کې له سوداګرو سره د مذاکراتو پر مهال د کاربنديز له پرېکړې د تېرېدو غوښتنه وکړه خو سوداګرو د خپلو شرايطو تر پوره کولو پورې و نه منله.

سوداګر وايي چې د ګرانۍ او ناامنې له کبله يې کاروبار ونه اغېزمن شوي او بل خوا د نويو ټېکسونو او د بجلۍ زياتو بلونو يې ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.

دا هم وګورئ:

د ماربلو کاروباریانو د بجلۍ د بیلونو زیاتېدو په احتجاج کې کارخانې بندې کړيد خیبر پښتونخوا سوداګر وايي په بجټ کې اعلان شوي "زیات ټېکسونه" نه منيپاکستان کې د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي پرضد احتجاجونه شوي

د حکومت له خوا د "تاجر دوست سکيم" ټاکل شوي مشر محمد نعيم د اګست پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل جې دا سيکم به "په هېڅ صورت" بيرته وانخيستل شي او د هغه په وينا سوداګر بايد "هرو مرو" ټېکسونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د مومندو سیاسي اتحاد او د ملاکنډ جرګې، ګوندونو، ولسي مشرانو او کاروباریانو پر هغو سیمو د ټیکسونو د ممکنه نفاذ پرضد یو لړ غونډې او احتجاجونه وکړل.

د پاکستان د ماليې (خزانې) وزیر محمد اورنګزېب تېره میاشت ویلي ول چې د وفاق تر انتظام لاندې پخوانۍ قبایلي سیمې يا فاټا او د صوبې تر انتظام لاندې قبايلي سيمې يا پاټا نور له مالیې يا ټيکس څخه مستثنا نه شي پاتې کېدای.

خو د خیبر پښتونخوا اعلا وزیرعلي امین ګنډه پور د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي ول چې پر قبايلي او نيمه قبايلي ضلعو ټیکسونه ردوي ځکه چې په وینا یې، هغه جنګ ځپلې سیمې "د ټیکسونو بوج (بار)" نه شي زغملای.