امريکا ۴۰۰ کسان او شرکتونه د بنديزونو په لېسټ کې شامل کړي

د امریکا سوداګرۍ وزارت ودانۍ پخوانی انځور

د امریکا سوداګرۍ وزارت تېره اونۍ د خپلو بندیزونو په لېسټ کې ۴۰۰ کسان او شرکتونه شامل کړي دي.

دغو کسانو او شرکتونو پر بندیزونو سربېره د برقي الاتو په ترلاسه کولو کې له مسکو سره مرسته کړې وه، چې څلور روسي او دوه اروپايي شرکتونه پکې شامل دي او هغوی د ازادي اروپا راډيو د اوکرايني ژبې د څېړنیزې څانګې "سکيم" په يو تحقيقاتي راپور کې ښکېل بلل شوي ول.

تر بنديز لاندې نوملړ کې د روسیې راجستر "ډیسپلې کمپونېنټ" او اسپېکټرييم، او همدا ډول د "اېکسيټن" په نوم دوه جلا جلا شرکتونه شامل دي.

په دې کې د هنګري "مېټریکس مېټل ګروپ" او د قبرس "نوراټېک هولډینګز" په نوم شرکتونه هم شامل دي. په مې میاشت کې "سکیم" په خپل راپور کې وويل چې دغو شپږو شرکتونو روسیې ته په پوځي الوتکو کې د برقي پرزو په رسولو کې لاس درلود.