ډبلیو اېف پي: افغان مېندې ماشومانو ته خوړو برابرولو کې ستونزې لري

د افغانستان په هرات ولایت کې مېرمنې کباړي جامې خرڅوي: انځور له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌ پي" وایي په افغانستان کې ښځې په زیاتېدونکي ډول له عام محضر څخه لیرې کېږي چې د ژوند کولو او خپلو ماشومانو ته د خوړو برابرولو په برخه کې یې د کمو امکاناتو کړۍ لا تنګېږي.

د خوړو نړیوال سازمان چې په افغانستان کې اړو میلیونونو کسانو ته خواړه برابروي، د اګست پر ۲۸مه په خپله ایکس شبکې یا ټویټر د دې بیان ترڅنګ یوځل بیا د بسپنې غوښتنه کړې څو اړو کسانو ته د ژوند ژغورنې خواړه ورسوي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا، پر ټولنیز ژوند کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو خبره وروسته له هغې کوي چې د طالبانو حکومت روانه اوونۍ د یوه نوي قانون په نافذېدو سره پر هغوی نور سخت بندیزونه ولګول. د دغه نوي قانون له مخې، د نورو محدودیتونو ترڅنګ له کوره بهر باید د ښځو مخونه او بدنونه پټ او غږونه یې وانه‌ ورېدل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌‌ اېف‌ پي د اګست پر ۱۳مه نېټه په بیان کې اټکل کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې او اکتوبر میاشتو ترمینځ ۱۲.۴ مېلیونه افغانان له غذايي نامصوونیت یا د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخېدای شي. د هغې ادارې په خبره، په افغانستان کې څلور مېلیونه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې ۳.۲ میلیونه یې تر پینځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي. د نړیوالو پر مرستو سربېره ډېری افغانان شکایت لري چې مرستې نه ورسېږي. نړیوالو مرستندویو موسسو همداراز ویلي، ۲۳.۷ مېلیونه افغانان په بشري مرستو تکیه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري مرستو نړیوالو ادارو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درو کلونو پوره کېدو په مناسبت ويلي چې افغانان "د نړیوالو د بې پروايۍ قیمت" پرې کوي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې مېلیونونه افغانان په "یو له تر ټولو لوی او پېچلي بشري بحران کې مبارزې" ته دوام ورکوي. د دوی په وینا، افغانان په بشري مرستو متکي یا منحصر، د فقر، بېځایه کېدو او نهیلۍ په لومه کې ایسار دي.