پښتنې نجونه د ورزش په ډګر کې کومې ستونزې لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو په پاډکاسټ نا ویلې خبرې کې مو دا ځل پر دې خبرې کړې دي چې په خیبر پښتونخوا کې په سپورټي سیالیو کې د هلکانو په نسبت د نجونو شمېر ولې کم دی؟ پر دې هم غږېدلي یو چې پښتنې نجونه او ښځې د لوبو او ورزش لپاره څومره موقعې او مرکزونه لري. په خپرونه کې راسره فوټبالر عتیق شینواری او د پېښور یوه ورزشکاره سونیا مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.