لندن ټاور: د ۹۰۰ کلنې کلا کیسه او د کارغانو افسانوي ساتنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د انګلستان په پلازمېنه لندن کې د "لندن ټاور" په نامه مشهوره قلعه او ورسره تړلی پل، چې ۹۰۰ کاله زوړ دی، هر کال درې میلیونه سیلانیان د لیدو لپاره ورته راځي. داسې انګېرل کېږي چې پاچا چارلس دویم، چې له ۱۶۶۰ څخه تر ۱۶۸۵م پورې یې واکمني وکړه، لومړی کس و چې د دې افسانوي قلعه په ساتنه یې ټینګار وکړ. پاچا په یوه لرغوني وړاندوینه باور درلود، چې ویل یې"که کارغان کله هم کلا پرېږدي، دا به سقوط وکړي او سلطنت به هم ویجاړ شي." له هغه وخت راهیسې، د قلعه ځانګړي ساتونکي د مرغیو او دغلته د خوندي شاهي خزانې په حفاظت ګمارل شوي دي. د دې په اړه د اې ایف پي خبري اژانس یوه ویډیو خپره کړې ده چې شاهین بونیری یې پښتو بڼه وړاندې کوي.