اتریش وايي چې په جرمونو کې د ککړو افغانانو هېواد ته د ستنولو نیت لري

جرمني په ۲۰۱۷ز کال کې هم لسګونه افغان پناه غوښتونکي هېواد ته لېږدولي ول - انځور له ارشیفه.

د اتریش (اسټریا) د کډوالۍ او پناه غوښتنې اداره وايي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت بدلون له وجې هغه هېواد ته د افغان کډوالو د استولو جواز شته.

یورونیوز رسنۍ د اګست پر ۳۱مه په خبر کې ویلي دي چې تر جرمني وروسته اتریش هم ویلي دي چې د جرمونو سابقه لرونکو افغانانو خپل هېواد ته د لېږدولو نیت لري.

دا تر هغې وروسته ده چې جرمني د اګست پر ۳۰مه ۲۸ پناه غوښتونکي افغانان هېواد ته ستانه کړل. د جرمني د کورنیو چارو وزارت پر هغه ورځ په بیان کې وویل چې هغه کسان په جرمونو کې ککړ ول.

برلېن دا اقدام تر هغې وروسته وکړ چې په مې او جون میاشتو کې افغانان د جرمني په بېلابېلو برخو کې په درو بریدونو کې ککړ وبلل شول.

دا په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لومړی ځل وو چې جرمني افغانان خپل هېواد ته ولېږدول.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر د جرمني اقدام "ډېر ښه" بللی وو. نوموړي سږ کال په مارچ کې هغې پرېکړې ته د بیاکتنې لپاره د خبرو پیلولو غوښتنه کړې وه چې افغانستان او سوریې (شام) ته د کډوالو د لېږدولو مخه نیسي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د جرمني د اقدام مخالفت کړی دی او د اګست پر ۳۰مه یې پر اېکس، پخواني ټوېټر، په بیان کې وویل چې دا کار د نړیوال قانون خلاف دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د اروپايي ټولنې څانګې په بیان کې زیاته کړې، "هېڅوک باید افغانستان ته و نه لېږدول شي" او له برلېنه یې غوښتي دي چې "سمدستي دې د نړیوال قانون له مخې خپل مسوولیتونه" ادا کړي.