د کډوالو نړیواله اداره: افغانستان کې نښتې لا هم د خلکو د بې ځایه کېدو لامل ګرځي

افغان کډوال ماشوم د پېښور په یوه روغتون کې د خپلې مور په غیږ کې دمه کوي ـ پخوانی انځور.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره سره، لا هم په دې هېواد کې درې میلیونه او دوه لکه خلک بې ځایه دي.

سازمان د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د دې خلکو د بې ځایه کېدو لامل په هغو سیمو کې نښتې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چې اوس مهال نېږدې شپږ میلیونه نور افغانان، د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړې چې کډوال او پناه غوښتونکي د کډوالۍ لپاره د قوانینو د نشتوالي او خپلو اساسي حقونو ته د محدود لاسرسي له امله تر ټولو زیات اغېزمن خلک دي.

په نړۍ کې دا مهال شاوخوا ۱۱۰ میلیونه کډوال او بې ځایه شوي کسان شته چې د جګړو، بشري حقونو د سرغړونو او طبیعي افتونو له امله له خپلو کورونو څخه وتلي دي.

په کډوالو کې افغانان په دویمه درجه کې راځي، چې شاوخوا شپږ مېلېونه یې د جګړو او سیاسي بې‌ ثباتۍ له کبله بې‌ کوره شوي دي او په ایران، پاکستان، او ځینو نورو هېوادونو کې مېشت دي. په لومړۍ درجه کې سوریه (شام) ده، چې نېږدې ۶.۸ میلیونه کډوال د اوږدې کورنۍ جګړې له امله بې ځایه شوي او په ترکیه، لبنان، اردن، او نورو هېوادونو کې یې پناه اخیستې ده. دا دواړه هېوادونه د اوږدمهاله جګړو او شخړو له کبله په نړۍ کې د کډوالو سترې سرچینې دي.