بنګلادېش د کرکټ په دویمه ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

د بنګلادېش لوبغاړي مشفق الرحیم او مومن الحق د دویمې ټېسټ لوبې په وروستۍ ورځ د منډې جوړولو پر مهال.

د بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په دویمه ټېسټ لوبه کې هم ماتې ورکړه او د دوو لوبو دا لړۍ یې په دوه صفر وګټله.

د اګست پر ۳۰مه په راولپېنډۍ کې د پیل شوې دې پينځه ورځنۍ ټېسټ لوبې پر لومړۍ ورځ د باران له کبله لوبه نه وه شوې خو بیا هم په پاتې څلورو ورځو کې تر دلچسپې لوبې وروسته بنګلادېش د سېپټېمبر پر درېيمه په شپږو وکټونو بریا ترلاسه کړه.

په دې لوبه کې پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۲ منډې کړې وې چې د صایم ایوب ۵۸، د شان مسعود ۵۷ او د سلمان اغا ۵۴ منډې شاملې وې.

د بنګلادېش له خوا ځوان لوبغاړي مهدي حسن معراج پينځه لوبغاړي اوټ کړي ول او ورسره تسکین احمد درې وېکټونه اخیستي ول.

د بنګلادېش کپتان نجم الحسېن د بېټنګ پر مهال

بنګلادېش د خپلې لومړۍ پاڼۍ په پیل کې ډېره کمزورې لوبه کړې وه او پر ۲۶ منډو یې شپږ لوبغاړي سوځېدلي ول خو لټن داس او مهدي‌ حسن معراج بیا په زړه پورې بازۍ کړې وه.

د بنګلادېش لوبډله د لټن داس د ۱۳۸ او د مهدي حسن معراج د ۷۸ منډو په مرسته ۲۶۲ منډې کړې وې کومې چې د پاکستان تر لومړۍ پاڼۍ ۱۲ منډې کمې وې.

د پاکستان له خوا خرم شهزاد مهمه لوبه کړې وه او شپږ وکټونه يې اخیستي ول. ورسره میر حمزه او سلمان اغا دوه دوه وېکټونه اخیستي ول.

پاکستان په خپله دویمه پاڼۍ کې د پام وړ لوبه ونه کړای شوه او ټول لوبغاړي یې پر ۱۷۲ منډو وسوځېدل. په دوی کې سلمان اغا ۴۷ او محمد رضوان ۴۳ منډې کړې وې.

پاکستان د دې لوبې او اتلولۍ ګټلو لپاره بنګلادېش ته د ۱۸۵ منډو هدف ورکړ کوم چې بنګلادېش د سېپټېمبر پر درېيمه او د لوبې پر وروستۍ ورځ د څلورو وېکټونو په زیان پوره کړ.

د پاکستان لوبغاړي خرم شهزاد ته پر وکټ اخیستلو داد ورکوي

د لوبلړۍ مهم لوبغاړي‌

د پاکستان او بنګلادېش ترمينځ په دې دوو ټېسټ لوبو کې د پاکستان محمد رضوان تر ټولو زیاتې ۲۹۴ منډې وکړې. پر دویم نمبر د بنګلادېش مشفق الرحیم ۲۳۲ او پر درېيم نمبر هم د بنګلادېش لوبغاړی لټن داس وو چې ۱۹۴ منډې یې جوړې کړې.

د بالينګ په برخه کې د بنګلادېش مهدي حسن معراج تر ټولو زیات ۱۰ وېکټونه واخیستل. پر دویم نمبر د پاکستان خرم شهزاد وو چې نهه لوبغاړي یې اوټ کړل او پر درېيم نمبر بیا د بنګلادېش لوبغاړی حسن محمود وو چې اته لوبغاړي یې وسوځول.

د سېریز لومړۍ لوبه ولې تاریخي وه؟

بنګلادېش تر دې وړاندې د اګست پر ۲۵مه په لومړي ځل په ټېسټ کرکټ کې پاکستان ته په ۱۰ وېکټونو ماتې ورکړې وه.

د پاکستان او بنګلادېش ترمينځ د ټېسټ کرکټ هغه لوبه د اګست پر ۲۱مه د پنجاب په راولپېنډۍ کې پیل شوې وه او د اګست پر ۲۵مه په وروستۍ ورځ د بنګلادېش په بریا پای ته ورسېده.

په هغه لوبه کې بنګلادېش پچه ګټلې وه او لومړی یې پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړې وه. پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږ وېکټونو په زیان ۴۴۸ منډې کړې وې او بیا یې په خپله خوښه بنګلادېش ته بېټنګ ورکړی وو.

د پاکستان له خوا محمد رضوان ۱۷۱ او سعود شکیل ۱۴۱ مندې کړې وې.

د پاکستان محمد رضوان د لومړي‌ ټیسټ په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۷۱ او په دویمه کې ۵۱ منډې وکړې.

په ځواب کې د بنګلادېش لوبډلې په زړه پورې لوبه وکړه او د ۵۶۵ منډو له جوړولو وروسته یې ټول لوبغاړي اوټ شول.

د بنګلادېش په ۵۶۵ منډو کې مشفق الرحیم ۱۹۱، مهدي حسن معراج ۷۷، لټن داس ۵۶ او مومن الحق ۵۰ منډې کړې وې.

د پاکستان له خوا نسیم شاه درې لوبغاړي‌ اوټ کړي ول او ورسره شاهین اپرېدي، خرم شهزاد او محمد علي دوه ، دوه وېکټونه اخیستي ول.

د پاکستان لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې ۱۴۶ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول. په دوی کې محمد رضوان تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې وکړې او ورسره عبدالله شفیق د ۳۷ منډو په جوړولو وتوانېدی.

د بنګلادېش مشفیق الرحیم د لومړي ټیسټ په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۱ منډې وکړې خو په دویمه پاڼۍ کې یې بېټنګ ونکړ

د بنګلادېش په دویم ځل بالينګ کې مهدي حسن معراج څلور او شکېب الحسن درې پاکستاني لوبغاړي اوټ کړل.

د بنګلادېش لوبډلې د هغې ټېسټ لوبې ګټلې لپاره ورکړل شوی د ۳۰ منډو هدف په اووم اوور کې بې له څه زیانه پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د یادونې وړ ده چې د بنګلادېش لپاره دا بریا له دې کبله تاریخي بلل کېږي چې تر دې وړاندې یې کله هم په ټېسټ کرکټ کې پاکستان ته ماتې نه وه ورکړې.

تر دې وړاندې د پاکستان او بنګلادېش ترمينځ په مجموعي‌ توګه د کرکټ ۱۳ تېسټ لوبې شوې وې چې ۱۲ پکې پاکستان ګټلې وې او یوه بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.