د نېدرلینډز په یو ښار کې د ګلانو دودیزه مېله شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نېدرلینډز (هالینډ) ګلان په نړیوال کچ نوم لري چې له وجې یې هغه هېواد ته ډېره اقتصادي ګټه هم لري. د نېدرلینډز په بېلابېلو برخو کې د ګلانو مېلې او پرېډونه کېږي چې کتلو ته یې د ځايي وګړو ترڅنګ سیلانیان هم ورځي. سږ کال په زوندېرت ښار کې د ګلانو او ورڅخه د جوړو شیانو دودیز کلنی پرېډ وشو چې پکې له اوسپنې، لرګي او کلک کاغذ یا ګتې جوړ هنري شیان هم په ګلانو پوښل شوي ول. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.