کاکړ: پاکستان او افغانستان دې یو بل په "خوږو خبرو" نه غلطوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان پخواني لنډمهالي وزیراعظم ويلي چې افغانستان او پاکستان دې په "خوږو خوږو خبرو" د یو بل تېر ایستلو پر ځای په "ايماندارۍ" خبرې اترې وکړي. انوار الحق کاکړ له مشال راډېو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د هېواد داخلي امنیت د پاکستان د حکومت ذمه واري ده البته که امنیت د ګاونډیو له لوري خرابېږي نو ریاست ورباندې سترګې نه شي پټولای. نوموړي په دې تفصيلي مرکه کې په بلوچستان کې د وسلوالو پر فعالیتونو او له هغو سره د مذاکراتو، د خپلې لنډمهالې واکمنۍ پر مهال د بې اسناده افغانانو د ایستلو او په پاکستان کې د چین پانګونې ته د ورپېښو چیلېنجونو په اړه د پوښتنو ځوابونه ورکړي دي. بشپړه مرکه وګورئ.