مستونګ کې وسلوالو یو ځايي خبریال وژلی دی

د بلوچستان په مرکز کوټه کې خبريالان د بيان د ازادۍ او پر خبريالانو د محدويتونو خلاف احتجاج کوي ـ د ۲۰۲۳ز کال انځور

پولیس وايي، د بلوچستان په مستونګ کې وسلوالو یو ځايي خبریال وژلی دی.

د مستونګ د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي عابد خان د سېپټېمبر پر پينځمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو نثار احمد لهړی د سېپټېمبر پر څلورمه وویشت. ده وویل، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې نوموړي له چا سره د ځمکې لانجه لرله چې له کبله یې وژل شوی دی. خو د لهړي کورنۍ د پولیسو دعوه ردوي او وايي چې له هېچا سره دښمني نه لري.

د هغه ورور سعید احمد لهړي د سېپټېمبر پر پينځمه مشال راډیو ته وویل چې هغه څه موده مخکې د هدیرې ځمکې د غصب په اړه راپور جوړ کړی وو چې تر هغې وروسته ووژل شو. دی زیاتوي چې د لهړي په وژنه کې ککړ کسان ورته معلوم دي او پرضد یې مقدمه دایره کړې ده.

نثار احمد لهړی په مستونګ کې د انلاین خبري اژانس خبریال وو. خبريالانو او د حقونو فعالانو د لهړي وژنه غندلې او د هغه د قاتلينو د نيولو غږ يې کړی دی.

په بلوچستان کې په تېرو وختونو کې پر یوشمېر خبریالانو حملې او د تشدد پېښې شوې دي. سږ کال په اپرېل کې په خضدار کې د سیمې د خبریالانو مرکز مشر مولانا محمد صدیق مېنګل په بمي چاودنه کې وژل شوی وو.

په پاکستان کې د رسنیو د خپلواکۍ او د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې (فریډم نېټورک) د اپرېل پر ۲۸مه په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د بیان د ازادۍ وضعیت لا خراب شوی دی.

هغې ادارې زياته کړې ده چې د ۲۰۲۳ز کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل پورې د یو کال په موده کې په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي دي. د ادارې په خبره، په هغه موده کې ورسره پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

د رسنيو د خپلواکۍ لپاره کارکوونکي ناحکومتي ادارې فریډم نېټورک د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې هم په خپل راپور کې ویلي ول چې د پاکستان ریاست د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.

هغې ادارې ویلي ول چې پاکستان د اسيا هغه لومړی هېواد دی چې د خبریالانو د ساتنې لپاره یې قانون جوړ کړی خو زیاته کړې یې وه چې هغه قانون تر اوسه پورې په سمه توګه نه دی عملي شوی.