امریکا خپلو متحدانو ته اطلاع ورکړې چې ایران روسیې ته بیلېسټېک توغندي لېږدولي دي

د ایران بیلېسټېک توغندي په تهران کې د یوې غونډې پر مهال نندارې ته ايښي دي - پخوانی انځور.

امریکا خپلو متحدانو ته اطلاع ورکړې ده چې باور لري چې ایران په اوکراین کې د جګړې لپاره روسیې ته لنډ واټن ویشتونکي بیلېسټېک توغندي ورکړي دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي دا خبره ورته له موضوع خبرو دوو کسانو کړې ده خو سپینې ماڼۍ یې له تاییدولو انکار کړی. البته د اژانس په خبر کې راغلي چې سپینې ماڼۍ یو ځل بیا ویلي دي چې اندېښنه لري چې ایران د روسیې ملاتړ لا زیاتوي.

سپینه ماڼۍ له تېرو څو میاشتو راهیسې ایران ته خبرداري ورکړي دي چې روسیې ته دې بیلېسټېک توغندي نه ورکوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا یو ویاند شان ساوېټ په یو بیان کې ویلي دي چې "روسیې ته د ایرانیو بیلېسټېک توغندیو لېږد به پر اوکراین د روسیې له یرغل سره د ایران ملاتړ په ډراماټیکه توګه د زیاتولو معنا ولري."

تهران روسیې ته د بیلېسټېک توغندیو ورکولو خبرونه رد کړي دي.