د لوېدیځې غاړې او اردن ترمینځ په حمله کې ۳ اسراییلیان وژل شوي

د اسراییلي پولیسو ګاډي د سېپټېمبر پر اتمه د شوي برید ځای سره نېږدې ولاړ دي.

اسراییلي چارواکو ویلي دي چې د لوېدیځې غاړې او اردن ترمینځ پر پوله په یوه حمله کې درې اسراییلیان وژل شوي دي.

اېسوشيېټېډ پرېس اژانس د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي دي چې د سېپټېمبر پر اتمه شوې هغه حمله د غزې له جګړې سره اړه لري.

په غزه کې د تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې جګړه روانه ده چې پکې لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

اژانس د اسراییلي پوځ له قوله ویلي چې د اردن له لوري پر یوه ټرک ډوله ګاډي کې سپور وسلوال پر اسراییلي امنیتي ځواکونو ډزې کړي، چې په ځوابي ډزو کې هغه وژل شوی دی.

د "میګن ډیوېډ ایډم" په نوم د ژغورنې یوې اسراییلي ادارې ویلي چې د وژل شویو اسراییلیانو عمرونه د ۵۰ او ۶۰ کلونو په مینځ کې ول. د اسراییلو پوځ ویلي چې درې واړه ولسي وګړي ول.

لوېدیځه غاړه، چې "غربی پټیۍ" یا "لوېدیځه کرښه" هم بلل کیږي، د اردن سیند لوېدیځ لور ته پرته سیمه ده. دا سیمه په ۱۹۶۷ زکال کې د اسراییلو لخوا نیول شوې وه خو اوس دا سیمه د فلسطیني ادارې تر نسبي کنټرول لاندې ده. اسراییل هم دلته پراخه پوځي شتون لري او اکثره وخت په دې سیمه کې د دواړو خواو ترمینځ تاوتریخوالی کېږي.