اسراییلو په شام کې په برید کې ۱۴ کسان وژلي، ۴۰ ژوبل دي

د اپرېل په میاشت کې اسراییلو په شام کې د ایران قونسلګرۍ سره نېږدې په برید کې مرګژوبله اړولې وه ـ پخوانی انځور.

په شام (سوریه) کې د اسراییلو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل دي.

د شام سرکاري خبري اژانس سنا ویلي دي چې هغه برید د سېپټېمبر پر اتمه ماښام ناوخته شوی دی. په سیمه کې د یوه روغتون مشر فیصل حیدر ویلي چې د ۱۴ کسانو مړي ور وړل شوي او ۴۳ نور ژوبل دي.

په لندن کې مېشت د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي چې په وژل شویو کې لږ تر لږه څلور ملکیان شامل دي. د راپورونو له مخې، اسراییلو هغه بریدونه د سوریې په مرکزي برخو کې کړي چې د هغې مرګژوبلې ترڅنګ یې په حما ولایت کې یوه لویه لار هم ویجاړه کړې ده.

اسراییل په وروستیو کلونو کې د سوریې دننه بریدونه کوي او زیاتره وخت د سوریې پوځیان یا د ایران ملاتړي ګروپونه په نښه کوي، خو ډېر کم د خپلو دغو بریدونو یا عملیاتو په اړه خبرې کوي.

د روان ۲۰۲۴ ز کال په اپرېل کې اسراییلو په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ ته نږدې هوايي برید ترسره کړی وو. په برید کې څو ایراني پوځي مشاورین ووژل شول، چې وروسته له هغې ایران د اسراییل په وړاندې غبرګون وښود او پر اسراییل یې ځوابي برید وکړ. دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمینځ د کړکېچ د زیاتوالي لامل شوه او په سیمه کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته یې وده ورکړه.