د عوامي نېشنل پارټۍ پخواني ویاند زاهد خان پارټۍ ته استعفا ورکړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نېشل پارټۍ پخواني ویاند زاهد خان د اختلافاتو له امله له ګوند څخه استعفا ورکړې ده. نوموړي دا اعلان له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړ. زاهد خان د خيبر پښتونخوا د کوز دير اوسېدونکی دی او له تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهيسې له اې اېن پي سره ملګری وو. هغه د پارټۍ لخوا دوه واره د پاکستان سېنېټ غړی پاتې شوی دی. زاهد خان د خان عبدالولي خان، اجمل خټک او د اسفندیار ولي خان په مشرتابه کې د اې اېن پي ویاند وو. د هغه له ګوند سره په څه اختلافات وو؟ له عبدالحي کاکړ سره د زاهد خان په بشپړه مرکه کې يې واورئ.