د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې د تعلیم کچې لوړول یې په لومړیتوبونو کې دي او د دې لپاره یې د واک د تر لاسه کولو وروسته يې پر کړي اعلان په چټکۍ عمل کولو ته دوام ورکړی دی.
دا خبره د تعلیم صوبايي وزیرې راحیلې درانۍ د سېپټمبر پر نهمه له مشال راډیو پر ټولنیزو رسنيو د روان کيمپېن په غبرګون کې کړې چې یو ځل يې بیا په بلوچستان کې د سکولونو تړل کېدو او د ښوونکي کمي دعوه کوي.
راحيله درانۍ وويل که څه هم پر ټولنیزو رسنیو خپرېدونکي معلومات نه دوی خپاره کړي او نه هم د باور وړ دي خو د دې په وینا، دا خبره پر ځای ده چې په صوبه کې د ښوونکو کمی او د بندو سکولونو مسله موجوده ده.
"سکولونه بند دي، په دې کې شک نشته چې سکولونه بند دي او دا سلسله زموږ د حکومت پر مهال نه بلکې له څو کلونو راهیسې روانه ده خو موږ د دې د هواري لپاره کار جاري ساتلی دی، په ډاګه مو ویلي دي چې کوم ښوونکي سکول ته نه راځي هغوی به له دندو فارغه کېږي او تر اوسه مو شاوخوا ۳،۰۰۰ ښوونکي د غیر حاضره اوسېدو له کبله له نوکریو ايستلي دي."
راحیلې درانۍ زیاته کړه چې له نوکریو هغه ښوونکي لرې کړل شوي دي چې پر بیا بیا خبرداري ورکولو سربېره ښوونځیو ته نه ځي.
د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال کې د سردار بهادر خان پوهنتون تر څارنې لاندې په سکولونو کې د ښوونکو د کمي پوره کولو لپاره د ۹،۰۰۰ استادانو د ګمارلو لپاره امتحان اخیستی وو.
خو د بلوچستان های کورټ له هغه وروسته پر هغه پروژه د عمل کول درولي وو چې په یاد عدالت کې پر دایره شوې یو مقدمه کې پر یاده پروژه د درغلیو تور پورې شوی وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په مقدمه کې ویل شوي وو چې یاد امتحان تش په نامه وو او نوکرۍ د پیسو په بدل کې خلکو ته ورکړل شوې دي. له هم هغه وخته راهیسې هغه مسله پر ځای پاتې ده.
پر ټولنیزو رسنیو خلک په صوبه کې د تړلو سکولونو او د ښوونکو د کمي بېلا بېلې شمېرې یادوي. خو د تعلیم وزیرې
وويل چې ۹،۰۰۰ ښوونکي د بهادر خان پوهنتون له لارې ګمارل شوي دي او شاوخوا ۸،۰۰۰ نور پوسټونه خالي دي. د دې په خبره چې د اعلا وزیر سرفراز بګټي له امر سره سم به له دې وروسته ښوونکي پر دې اساس ګمارل کېږي چې له پرایمري څخه تر لسم جماعت پورې یې تر نورو ښه نمبر اخیستي وي .
راحیلې درانۍ زیاته کړه چې دوی اوس په دې اړه د کره معلوماتو را غونډولو چارې هم پیل کړې دي چې په صوبه کې څومره ښوونځي تړل شوي دي او د هغوی د بیرته پرانیستلو لپاره بنیادي اړتیاوې څه دي.
خو په بلوچستان کې د سرکاري سکولونو د اتحادیې – بلوچستان ګورنمنټ ټیچرز اېسوسی اېشن ایني – مشر مجیب الرحمان غرشین د سېپټېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې یوازې دا نه بلکې تر دې وړاندې حکومتونه هم په صوبه کې د تعلیم کچې لوړولو ته ژمن نه دي پاته شوي.
ده وویل دا وخت په صوبه کې په مجموعي توګه د شاوخوا ۲۰ زره ښوونکو کمی دی او تر ۳،۵۰۰ زیات سکولونه تړلي پراته دي.
"اوس چې په صوبه کې له ۷۰ زرو ښوونکو څخه د ۲۰ زره ښوونکو پوسټونه خالي شي نو به تعلیم څنګه پرمختګ وکړي، حکومتونه یوازې د بیان تر حده د دې مسلې د هواري خبرې کوي خو په عملي توګه کار نه کوي، که چېرې حکومتونه د دې مسلې هواري ته ژمن وای نو پخوا به یې لا د ښوونکو کمی پوره کړی وو او بند سکولونه به یې خلاص کړي وای."
خو د تعلیم صوبايي وزیرې راحیلې درانۍ دا تور رد کړ چې ګواکې د دوی حکومت په صوبه کې د تعلیمي کچې لوړولو ته ژمن نه دی.
نوموړې وویل، د پرمختګ او پلان جوړونې له وفاقي وزارت څخه یې هم پر سپارښتونو ولاړ رپورټ ترلاسه کړی دی او په خپله هم دې ته متوجه دي چې څنګه په صوبه کې د ښوونکو کمی پوره او بند سکولونه خلاص کړي.