د فلسطینانو پر کېمپ د اسراییلو په برید کې ۴۰ کسان وژل شوي

فلسطینۍ ښځه د اغیزمن شوي کېمپ یوې څنډې ته ناسته ده ـ د سېپټېمبر ۱۰مې انځور.

اسراییلو په خېمو کې د مېشتو فلسطینیانو پر کېمپ په هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي دي.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس د فلسطیني چارواکو له خولې لیکلي چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه سهار يې په هغه برید کې ۶۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د اژانس په وینا، دا هغه خلک دي چې د جګړې له کبله په غزه کې بې کوره شوي او په خېمو کې ژوند کوي.

بل خوا د اسراییلو پوځ ویلي چې د حماس هغه وسلوال یې په نخښه کړي چې هلته یې له یوه مرکزه فعالیت کاوه. د هغوی په وینا، ځواکونو یې د دې لپاره له ځانګړې وسلې او هوايي څارنې کار اخیستی، چې ولسي وګړو ته پکې مرګژوبله ونه رسېږي.

امریکا او اروپايي ټولنې حماس يوه ترهګره ډله ګرځولې ده.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول. داراز، د اسراییلو پوځ د اګست پر ۲۰مه وویل چې د غزې په جنوب کې یې د عملیاتو پر مهال د شپږو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت چارواکو ويلي چې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمينځ په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

وزارت د اګست پر ۱۵مه په بيان کې ويلي چې د اسراییلو په بریدونو کې له ۹۲،۰۰۰ زیات کسان ژوبل شوي او د هغې سيمې له ۸۵ سلنه زیات وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.