اروپایي ټولنې روسیې ته د ایراني بېلسټیک توغندیو پر انتقال اندېښنه ښوولې

د ایران بېلسټيک میزایلو پخوانی انځور.

اروپایي ټولنې هغه معلومات باوري بللي چې پکې راغلي دي چې ایران روسیې ته د لنډ واټن ویشتونکي بېلسټیک توغندي ورکړي دي.

د ټولنې ویاند د سېپټېمبر پر نهمه ویلي چې هغه معلومات ورته خپلو اتحادیانو ورکړي او مسکو هغه ایراني توغندي د اوکراین په جګړه کې کاروي.

پیټر ستانو دا هم وویل چې له غړو هېوادونو سره یو ځای دې مسلې ته ګوري او که دا تایید شوه نو دا به د اوکراین پر وړاندې د روسیې په ناقانونه یرغل کې د ایران له خوا زیات مادي ملاتړ څرګند کړي.

ستانو همدارنګه وویل چې د اروپایي اتحادیې د مشرانو دریځ تل یو شان او واضح دی. نوموړي زیاته کړه چې اروپایي ټولنه به په چټکۍ او د نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ غبرګون وښیي چې پکې د ایران پر وړاندې نوي او مهم محدودیتونه شامل دي.

دا بیان وروسته له هغه مخې ته راغلی چې کریملین نېغ په نېغه د تورونو ردولو څخه انکار وکړ او په زیاتو حساسو برخو کې یې له تهران سره د همکارۍ یادونه وکړه. خو ایران بیا دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.