روسیې په کييف کې "مهمه بېخبنا" په نخښه کړې ده

په کييف کې په جنګ کې ویجاړه شوې وداني- انځور له ارشیفه

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې او توغندیو پراخ برید پر نورو سیمو برسېره د اوکراین په شمال ختیځ کې کیيف او مهمه بېخبنا په نخښه کړې ده.

په عين حال کې د روسيې چارواکو هم د سېپټېمبر پر ۱۰مه وویل چې له اوکراینه د بې پیلوټه الوتکو برید سرښار ته نېږدې یوه ښځه ووژله او د هغې له وجې یې د مسکو په هوایي ډګرونو کې الوتنې کښېنولې.

د مسکو سیمې والي اندرې ووروبیوف وویل، یوه ۴۶ کلنه ښځه په رامېنسکويې ښارګوټي کې هغه مهال ووژل شوه چې بې پیلوټه الوتکو څو پوړیزې ودانۍ په نخښه کړې.

د روسیې دفاعي سرچینو ويلي چې د هوایی دفاع ځواکونو د روسیې په نهو سیمو کې ۱۴۴ اوکراينۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي. د روسیې د هوايي چلند ملي ادارې ویلي چې د بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو وروسته یې د مسکو په درو نړیوالو هوايي ډګرونو کې د خوندیتوب په موخه الوتنې په موقتي توګه وځنډولې.

بل خوا د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې د سېپټېمبر پر ۱۰مه شپې مهال د دوو توغندیو او لږ تر لږه ۴۶ بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

په کییف کې پوځي ادارې ویلي چې د هوايي دفاعي ځواکونو یې د ښار پر لوري روانې ټولې بې پیلوټه الوتکې وویشتې.