د افغانستان او نيو زيلینډ کرکټ لوبه پر درېيمه ورځ هم و نه شوه

پر ميدان ټوله شپه باران ورېدلی دی.

د افغانستان او نیو زیلينډ ترمینځ يوازینۍ ټېسټ‌ کرکټ‌ لوبه پر درېيمه ورځ‌ هم د باران له وجې و نه شوه.

دا پينځه ورځنۍ سيالي د هند په ګرېټر نوېډا کې کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ د سېپټېمبر پر ۱۱مه په یو بیان کې وويل چې د تېرو ورځو په څير، د سېپټېمبر پر ۱۰مه هم شپې باران شوی وو چې له وجې یې ټول ميدان لوند وو.

د بورډ‌ په وینا، لوبڅارانو پرېکړه وکړه چې په دې حالاتو کې لوبه کول د لوبغاړو د ژوبلېدو سبب کېدلی شي نو ځکه پر درېيمه ورځ هم سیالي ترسره نه شوه.

ټاکل شوې چې دغه ټېسټ لوبه به د سېپټېمبر تر ۱۳مې دوام ولري. خو د مسلسلو بارانونو له وجې د دې سیالۍ بشپړېدو امکان په کمېدو دی.