د تاجکستان سترمفتي په يو برید کې ژوبل شوی

سيد مکرم عبدالقادرزاده په يوه غونډه کې - انځور له ارشیفه

د تاجکستان ستر مفتي سید مکرم عبدالقادرزاده په یوه حمله کې ژوبل شوی دی.

پر عبدالقادر زاده دا حمله د سيپتمبر پر ۱۱مه، په پلازمېنه دوشنبه کې په مرکزي جمات کې وشوه. د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې ويلي چې برید ګر عبدالقادر زاده په پرې کوونکي اله زخمي کړی خو د نوموړي روغتيايي حالت ښه دی.

بریدګر نيول شوی دی خو د حملې وجه لا څرګنده نه ده.

عبدالقادر زاده ۶۱ کلن دی او له ۲۰۱۰ کال راهيسې د تاجکستان د اسلامي مرکز د دیني عالمانو د شورا مشر دی. دا شورا په تاجکستان کې د فتوی ورکولو يوازینۍ اداره ده.