د باجوړ پولیس د خپل وژل شوي ملګري د قاتلانو نیولو مطالبه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د باجوړ پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۲مه احتجاج پیل کړی او په خار کې د ضلعي پولیسو دفتر مخې ته ناست دي. دوی له حکومته غواړي چې په ملاسیدګۍ سیمه کې د وژل شوي پولیس سرتېري وژونکي دې ونیول شي. په باجوړ کې تر دې یوه ورځ وړاندې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د سالارزیو په ملاسیدګۍ سیمه کې د پولیو پر واکسیني ډلې ډزې وکړې چې پکې یې ساتونکی پولیس سرتېری او یو روغتیايي کارکوونکی ووژل. د سېپټېمبر د ۱۱مې نېټې له پېښې وروسته د باجوړ پولیسو ویلي وو چې د بدامنۍ له وجې به د احتجاج په توګه د پولیو ضد څاڅکو ورکونکیو ډلو د امنیت ساتنې لپاره نه ورځې خو د باجوړ پولیسو ویاند محمد اسرار د سېپټېمبر په ۱۱مه مشال رېډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د پولیسو له پرلت سربېره به هم هغوی د پولیو د ټیمونو امنیت ساتي. ازاد خبریال عرفان الله له مشال راډیو لپاره یو راپور پرې جوړ کړی چې ګل ایاز ایډيټ کړی دی.