په لاهور کې له کلونو راهیسې، د مېشته پښتنو شناختي کارډونه نه جوړېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پنجاب په سرښار لاهور کې ميشت پښتانه وايي که څه هم په هغه ښار کې دوی له ډيرې مودې راهيسې ژوند کوي خو شناختي کارډ او پاسپورټ يې نه جوړيږي. په دې کې ځيني داسې هم دي چې له تېرو شلو کلونو راهيسې اوسېږي. هلته د پښتنو خير ښيګړې يو تنظيم هم موجود دی. خو په پنجاب اسمبلۍ کې د واکمن ګوند يو غړي مشال راډيو ته وويل چې د پښتنو شکايتونه به چارواکو ته رسوي. د مشال راډيو اونيزه خپرونه هجره کې په لاهور ښار کې مېشتو پښتنو خپلې ستونزې شريکې کړې دي.