د جګړې له وجې اوکراینۍ ښځې په سختو کارونو کولو مجبوره دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اوکراین کې د جګړې له وجې زیاتره سړي په پوځ کې برتي شوې دي، ځینو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځینې یې له هغه هېواده وتلي دي، نو ځکه اوکراینۍ ښځې اوس په هغو کارونو کولو هم مجبوره دي چې پخوا به زیاتره سړو کول. په دغو کې د لویو لاریو او ټرکونو چلول هم شامل دي. په هغه هېواد کې ښځې وایي چې دوی د جګړې پر مهال ډېر کارونه او هنرونه زده کړي دي. نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیو کې.