ډانلډ ټرمپ له کاملا هېریس سره په راتلونکې کې له مناظرې انکار کړی دی

کاملا هېریس او ډانلډ ټرمپ د مناظرې پر مهال ـ د سېپټېمبر ۱۰مې انځور.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې په راتلونکې کې له خپلې ډېموکراټې سیالې کاملا هیرېس سره په کومه بله مناظره کې برخه نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ او کاملا د سېپټېمبر پر ۱۰مه په فېلاډېلفیا ایالت کې په لومړۍ مناظره کې برخه واخیسته.

ټرمپ د سېپټېمبر پر ۱۲مه د ټروت سوشل په نوم پر ټولنیزه شبکه ولیکل چې درېیمه مناظره به نه ترسره کېږي. نوموړي له کاملا هېریس څخه مخکې په جون کې له جو بایډن سره په انتخاباتي مناظره کې برخه اخیستې وه.

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي ول چې له کاملا هېریس سره د هغه مناظره به "یو له ښو بلکې ښايي یو له غوره مناظرو" څخه وي. بایډن په جون کې له نوموړي سره په مناظره کې کمزوری برېښېده خود سېپټېمبر پر ۱۰مه هیرېس په مناظره کې پر ټرمپ پرله پسې لفظي بریدونه وکړل او د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره یې د هغه صحي وضعیت او قانوني ستونزو یادونه وکړه او د هغه مفکوره یې "تاریخ تېره" وبلله.

په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنې د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې کېږي. هغه انتخاباتي بهیر به د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ په میاشت کې د نوي ولسمشر له لوړې سره پای ته ورسي.

په امریکا کې تر ټاکنو مخکې د کیمپېن پر مهال د کاندیدانو ترمینځ مناظرې کېږي. دا له ۱۹۶۰ز کال راهیسې په هغه هېواد کې یو دود دی. دا مناظرې د دې لپاره کېږي چې د مختلفو ګوندونو نوماندان خپل دریځونه، پالیسۍ او نظریات په ژوندۍ بڼه خلکو ته بیان کړي. مناظرې رایې ورکوونکو ته موقع ورکوي چې د نوماندانو په دریځونو، شخصیت، او تګلارو کې توپیرونه وګوري او پرېکړه وکړي چې چا ته رایه ورکړي. دا مناظرې پر ملي او نړیواله کچ پراخ پام جلبوي او د ټاکنو پر پایلو باندې ژور اغېز لري.