عبادالله خان: تحریک انصاف خپله په سیاسي چارو کې د پوځ مداخلې ته لاره هواره کړې ده

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د غونډې پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) غړی عبادالله خان وايي چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د دې دریځ ملاتړ کوي چې پوځ دې په سیاسي او پارلېماني چارو کې مداخله نه کوي.

خو نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۲مه د اسمبلۍ غونډې ته دا هم وویل چې د هغه ګوند مشرانو اصلاً په سیاسي چارو کې د پوځ مداخلې ته لاره هواره کړې ده.

خان وویل، د پي ټي ای بنسټګر عمران خان نه یوازې د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال، بلکې اوس هم له امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) سره خبرو ته لېواله دی. "هغه (عمران خان) بله خبره نه کوي، یوازې دا وایي چې بې له اېسټیبلېشمنټه بغیر له چا سره خبرې نه کوم. اول خو هغه پوه کړئ چې ته له چا سره خبرې کول غواړې؟ یو طرف ته ستاسو لیډر (مشر) وايي، زه له اېسټیبلېشمنټ سره خبرې کوم او بل طرف ته دوی د اېسټیبلېشمنټ پر ضد خبره کوي، نو [پوځ] په سیاست کې څوک ښکېلوي؟"

د مسلم لیګ (ن) هغه سیاستوال دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي د سېپټېمبر پر ۱۲مه پر درېیمه ورځ هم په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې په ملکي چارو کې د پوځ د مداخلې په اړه بحث وشو. دا بحث تر هغې وروسته پیل شوی چې د اسلام اباد پولیسو د سېپټېمبر پر نهمه د تحریک انصاف ځینې پارلېماني غړي ونیول.

پولیسو د ګوند مشران تر هغې وروسته ونیول چې تحریک انصاف اسلام اباد ته نېږدې جلسه وکړه، او ویناوالو پر حکومت او پوځي مشرانو سختې نیوکې وکړې.

د پاکستان پوځ په اسمبلۍ کې د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي او ملکي چارو کې لاسوهنه نه کوي.