د مراکش په ځانګړو غارونو کې جوړ استوګنځيانو مو ليدلي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مراکش کې تر یوې ځانګړې غونډۍ لاندې ۶۰۰ غارونه دي چې د څلورمې مېلادي پېړۍ راهیسې د خلکو لپاره د کورونو په توګه کارول کېږي. يوشمېر خلک اوس هم په هغو غارونو کې ژوند کوي. دې غارونو د نړۍ د سيلانيانو پام ځان ته اړولی او د هغوی په خپلو رخصتيو کې د نندارې لپاره ورځي. په دې اړه ګل اياز د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی دی.