زېلېنسکي: اوکراین او روسیې د یو بل ۱۳۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي

اوکرایني جنګي بندیان تر خوشې کېدو وروسته انځور اخیستو ته ولاړ دي - د سېپټېمبر ۱۴مې انځور.

ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي تایید کړې چې د اوکراین او روسیې ترمینځ جنګي بندیان تبادله شوي دي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۴مه وویل چې په دې کې دواړو خواوو د یو بل ۱۰۳ بندیان تبادله کړل.

زېلېنسکي پر ټولنیزه شبکه ټېلېګرام د خوشې شویو بندیانو عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دې کې د کییف، دونېڅک، لوهانسک، زپورېژیا او خارکیف مدافعین هم شامل دي چې په ماریوپول کې له اوکراینیو ځواکونو، سرحدي ساتونکو او پولیسو سره په ګډه جنګېدلي دي.

په همدې حال کې روسیو ځواکونو د اوکراین په ختیځ دونېڅک کې خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

د دونېڅک سیمه ییز ګورنر وادیم فېلاشکېن ویلي دي چې روسیو ځواکونو تر ۲۰ زیاتې جلا، جلا حملې کړې دي چې پکې څلور ولسي وګړي وژل شوي او اووه ژوبل شول.

د ده په خبره، د حملو له کبله یې تر ۹۰۰ زیات کسان له هغو سیمو خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.

اخوا د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې اوکراینیو ځواکونو د سېپټېمبر پر ۱۴مه د کورسک او بېلوګورد سیمې په نخښه کړې دي.

وزارت ویلي دي چې د هغو سیمو په فضا کې یې ۱۹ اوکراینۍ ډرون الوتکې ویشتلې دي.

د بېلوګورد والي ویلي دي چې پر هغه سیمه په برید کې لږ تر لږه پینځه تنه ژوبل شوي دي.