امریکايي‌ چارواکي‌ وايي، د ډونالډ ټرمپ ساتونکو پر هغه د برید مخه نیولې ده

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې هم په یو برید کې برسېرن ټپي شوی وو. (انځور: ارشیف)

د امریکا وفاقي تحقيقاتي ادارې - ايف بي ای - ويلي چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېپټمبر پر ۱۵مه د فلورېډا په ویسټ پام بیچ سیمه کې په خپل ګولف کلب کې د يو وژونکي برید هدف وو.

دا له هغه وروسته ده چې یوازې نهه اونۍ مخکې تر برسيرن ژوبليدو وروسته له يوې بلې قاتلانه حملې روغ وتې وو. ډونالډ ټرمپ ویلي چې هغه خوندي او ښه دی بلخوا چارواکو یو سړی نيولی دی.

د ا په داسې حال کې ده چې د هغه پر امنیت ساتنه مامور د سیکرټ سروس کارکونکو له هغه ځایه ۴۰۰ ګزه ليرې چې ټرمپ لوبه کوله د ونو بوټو شاته يو کلاشنکوف یا اي کي ډوله ټوپک د شبيلې خوځيده وليده.

د پام بیچ کاونټي د پوليسو شیرف ریک برادشا وویل ، په دغه مهال د سيکرټ سروس يو کارکونکي ډزې وکړې او وسله وال ټوپک وغورځاوه او په يو ګادي کې وتښتید ، او د مرميو دوه کڅوړې ، د هدف لپاره کارول شوې دوربين ، او يوه وړه کيمره يې هلته پرېښي دي.

دا سړی وروسته په نيږدې بله سیمه کې د قانون پلي کونکو لخوا ودرول شو.