په روسیه کې د غوایي په وزن برابر لوی کدو شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روسیې په مرکز مسکو کې د کروندګرو په یو لوی نندارتون کې د کدوانو د وزن سیالي شوې ده چې پکې تر ټولو لوی کدو د غوايي هومره وو او وزن یې ۸۱۷ کېلوګرامه وو. د نندارتون منتظمین وايي چې تر دې وړاندې په روسیه کې د تر ټولو لوی کدو وزن ۷۷۱ کېلوګرامه ثبت شوی وو. په نندارتون نورې سبزۍ او مېوې هم نندارې ته وړاندې شوې وې چې لیدلو ته یې ګڼ خلک ورغلي ول. تفصیل په ویډیو کې.