د پاکستان وکیلانو د حکومت د نوي اییني پیکېج پر ضد ګډ بیان لاسلیک کړی

پاکستاني وکیلانو د یو احتجاج په مهال ـ پخوانی انځور.

د پاکستان په سلګونو وکیلانو(قانون پوهانو) د وفاقي حکومت له خوا د راوړل شوي اییني پیکېج پر ضد پر یو ګډ بیان لاسلیکونه کړي دي.

دې وکیلانو د "ولسي بیان" په نامه دې لیک کې ویلي چې دوی په قامي اسمبلۍ کې تر بحث لاندې اییني پیکېج نه مني. وکیلان ادعا کوي چې هغو بدلونونو ته ولسي ملاتړ نه دی ترلاسه او دا د عدلیې ازادي تر پښو لاندې کوي.

په دې وروستیو کې د پاکستان وفاقي حکومت د اییني پیکېج په نوم سند کې د عدلیې په اړه قانون کې د بدلونونو سپارښتنه کړې ده. دا پیکېج د عدلیې په نظام، د قاضیانو د ټاکلو په پروسه او د عدلیې د اختیاراتو په برخو کې مختلف وړاندیزونه لري.

حکومت ادعا کوي چې دا بدلونونه د پارلېمان د واکمنۍ د زیاتولو او د عدلیې او اجراییه قوې ترمینځ د واک د توازن د ساتلو لپاره مهم دي.
خو د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې هغه بدلونونه د قاضیانو په واک ګواز وباله. غونډې ته د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ وویل چې دا یوازې داسې وړاندیز دی چې وفاقي کابینې ته لا هم نه دی وړاندې شوی.

د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون راوستل دې ته اړتیا لري چې لومړی یې وفاقي کابینه، بیا قامي اسمبلۍ او له هغه وروسته یې سېنېټ منظور او ولسمشر پرې لاسلیک وکړي. د پاکستان حکومت تراوسه هغه اییني پیکېج قامي اسمبلۍ ته نه دی وړاندې کړی خو اپوزیشن او حکومتي استازو ورباندې د اسمبلۍ په غونډه کې یوازې بحثونه کړي دي.