خیریه کارکوونکو یوې اوکراینۍ کورنۍ ته په تري – ډي ټېکنالوژۍ کور جوړ کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

یوشمېر خیریه کارکوونکو د اوکراین له مرکز کییف سره نېږدې په یوه سیمه کې یوې جګړې ځپلې کورنۍ لپاره د درې بعدي (تري – ډي) ټېکنالوژۍ په مرسته کور جوړ کړی دی. دا یوه داسې نوې ټېکنالوژي ده چې په مرسته یې په کمپیوټر کې د شیانو نمونې او ډیزاین جوړېږي او بیا د یو چاپ ماشین یا پرېنټر له لارې تولیدېږي. د دې ډول کورونو جوړولو لګښت په دودیز ډول له جوړېدونکو ودانیو خورا کم وي. د نتالیا بېریوزوفا مېړه پر اوکراین د روسیې یرغل په پیل کې ووژل شو او کور یې وران شو. خو نوموړې اوس له خپلو دوو لوڼو سره یوځای دایمي سرپناه پیدا کړه. په دې اړه مو د مشال راډیو د روسي ټېلېوېژن او اوکراینۍ څانګې ویډیويي راپور پښتو کړی دی.