د روسیې د وزیراعظم مرستیال د پاکستان په ۲ ورځني سفر دی

پاکستانیو چارواکو په اسلام اباد کې د روسیې مرستیال وزیراعظم الېکسي اوورچوک (کیڼ لوري ته لومړی) هرکلی ووایه - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.

د روسیې د وزیراعظم مرستیال الېکسي اوورچوک د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام ته تللی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۱۸مه د نوموړي اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته په بیان کې وویل چې ټاکل شوی چې هغه لوړپوړی روسی چارواکی له خپل پاکستاني سیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار، وزیراعظم شهباز شریف او له ولسمشر اصف علي زرداري سره وګوري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د سېپټېمبر پر ۱۷مه په بیان کې ویلي ول چې د اوورچوک سفر د مسکو او اسلام اباد ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراخولو، سلسلې یوه برخه ده.

اسلام اباد او مسکو په تېرو څو کلونو کې د اړیکو ښه کولو هڅې کړې دي. د سړې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد او پاکستان تعلقات ښه نه ول ځکه چې اسلام اباد هغه مهال په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو پرضد د وسلوالو مجاهدینو مرسته کوله او له امریکا سره یې ملګرتیا وه.