د هېلمند کروندګر وايي پر کوکنارو د بندیز له وجې د زلمیو ودونه نه شي کولای

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د هېلمند ولایت اوسېدونکي وايي، د کوکنارو پر کښت د طالبانو د حکومت بندیز له وجې خلک له دومره مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي چې د خپلو زلمیو ودونه نه شي کولای. کروندګر وايي، د کوکنارو فصل لږه خواري غواړي خو د اپینو له خرڅلاوه به یې ډېرې پیسې ترلاسه کولې. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه. په ځینو ځایونو کې خلکو پخواني اپين ساتلي او وايي چې د ودونو لګښتونو پوره کولو لپاره یې خرڅوي. خو د کړکېچ نړیواله اداره وايي چې د طالبانو حکومت باید له کروندګرو سره د انارو، بادام، پستې او اینځرو په څېر د ګټورو باغونو په جوړولو کې مرسته وکړي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.