کواټ کې د افغان کډوالو او ځايي زده کوونکو ترمینځ سیالۍ شوې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د زده کوونکو ترمینځ غشي ویشتو دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته رسېدلي دي. هغه سیالۍ د صوبې د لوبو ادارې، د افغان کډوالو چارو کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) تنظیم کړې وې چې د سېپټېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په کواټ سپورټس کمپلېکس کې وشوې. په سیالیو کې د افغان کډوالو په ګډون د کواټ پوهنتون په ګډون د بېلابېلو ښوونځیو نارینه او ښځینه زده کوونکو برخه واخیسته. د افغان کډوالو چارو صوبايي مشر شکیل خان ساپي مشال راډیو ته وویل چې د سیالیو موخه د ځايي وګړو او افغان کډوالو ترمینځ د ورورګلوۍ فضا ته وده ورکول دي. ویډیويي رپورټ.