افغانستان او جنوبي افریقا نن د کرکټ دویمه یو ورځنۍ سیالي کوي

د افغانستان لوبډلې د سېپټېمبر پر ۱۸مه جنوبي افريقا ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې سیالي د کابل پر وخت د مازیګر پر څلور نیمو او د پېښور پر پینځو بجو پیل شي.

کوربه افغانستان وار له مخه د درې سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه ګټلې ده. افغان لوبډلې د سېپټېمبر پر ۱۸مه جنوبي افریقا ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه. دا لومړی ځل وو چې افغانستان له هغې لوبډلې څخه یو ورځنۍ سیالي وګټله.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ سیالي د سېپټېمبر پر ۲۲مه وشي.