اصف درانی: په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته له لومړي سره خوشبين نه وم

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي چې هغه د ځينو نورو کسانو برعکس له لومړي سره په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته خوشبينه نه وو. نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۰مه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې اوسمهال د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې "سره کرښه" تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ده چې د هغه په وينا وسلوال يې په افغانستان کې مېشت دي او په پاکستان کې بريدونه کوي. د طالبانو حکومت او ټي ټي پي دا تورونه په وار وار رد کړې دي. دراني ادعا وکړه چې په افغانستان کې له ۱۲ زياتې وسلوالې ډلې شته او که نړۍ افغانستان همداسې يوازې پرېږدي نو په راتلونکې وخت کې له هغې خاورې د ۱۱م سېپټېمبر غوندې د يو بل لوی ترهګر بريد امکان شته. نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې خوشحالي نه شته. هغه پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانستان يوازې نه پرېږدي ځکه بيا به يې ګاونديان او سيمه له لا نورو ستونزو سره مخامخ شي. له اصف دراني سره د مشال راډيو خبريال طاهر خان په اسلام کې مرکه کړې ده.